خوستښار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د خوست یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په «ادمامد» تفريحي سيمه کې دې د ځنګلونو وهلو مخنیوی وشي، خو سیمهییز مسوولین وایي چې تر ډېره یې د دې چارې مخه نیولې ده.
د خوست د ټنیو ولسوالۍ «ادمامد» سیمې ته د جمعې او رخصتیو په ورځو کې خلک د تفريح او مېلنو جوړولو لپاره ورځي. دغه سیمه چې په وروستیو کې د هېواد په ملي پارکونو کې شامله شوې، تازه په ځینو برخو کې یې ځنګل پرې شوی، چې خلکو هم پرې غبرګون ښودلی.
د خوست یو اوسېدونکي ذبيحالله پژواک اژانس ته وویل: «ادمامد یوه تفريحي سيمه ده او په ملي پارک کې هم شامله ده، نو د سیمې له خلکو مې دا غوښتنه ده چې ونې ونه وهي او نورې ونې باید راوړي او دلته یې کینوي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی ډاکټر رحيمګل ساجد پژواک ته وویل: «دولت او شنې قطعې ته په کار دي چې د ځنګلونو وهلو مخه ونیسي لکه ځینو ځایونو کې تاسې خپله ولیدل چې وهل شوي دي او یا اوس وهل کېږي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی نورالرحمن نوراني بیا وایي چې د دې سیمې خلک ډېر غریب دي او بله کومه اقتصادي سرچینه نه لري، عاید یې له همدې ځنګلونو څخه دی.
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د یادې سیمې خلکو ته داسې پروژې برابرې کړي چې هم یې اقتصاد ورسره ښه شي او هم د ځنګلونو له پرې کولو مخه ونیول شي.
د خوست امنیه قوماندان عبدالله حماد بیا وایي چې په دغه ولایت کې تر ۸۵ سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې او هڅه کوي چې دغه چاره په بشپړ ډول پای ته ورسوي.
هغه وویل: «په ټوله کې د اسلامي امارت مشرتابه د ځنګلونو وهلو په برخه کې فرمان صادر کړی او تقریبا ۸۵ سلنه یې مخنیوی شوی دی. موږ شنې قطعې ته هم بار بار خبره کړې ده او نور امنیتي ځواکونه هم ډېر همکار دي، د ځنګلونو پرې کولو مخنیوی باید وکړو.»
د معلوماتو له مخې، په خوست ولایت کې ۱۲۰ زره هکتاره ځنګلونه شته چې ډېری یې په موسی خېلو، قلندر، سپیره او تڼیو ولسوالیو کې موقعیت لري.
په همدې حال کې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په دغه ولایت کې څه د پاسه ۳۵۰۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP