نجونو
راپورونه
شنونکي: د نجونو پوهنتونونو بندېدو پر پرېکړه دې له سره غور وشي
د چارو ځیني شنونکي په افغانستان کې د نجونو لوړو زدهکړو ځنډولو پر پرېکړه د بیاکتنې غوښتنه کوي، وایي چې دغه پرېکړه شرعي جواز نه لري او ښايي پایلې یې افغانستان ته «خطرناکې» وي.
غور کې د دوو نجونو مړینه؛ یوې ځانوژنه کړې ده
د غور امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې او یوې بلې د لوبې پرمهال په ناپامۍ سره ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځينې خلک: که د نجونو ښوونځي خلاص نه شي کډوالۍ ته اړ کيږو
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورنه کړي نو ډېرې کورنۍ به کډوالۍ ته اړې شي؛ خو حکومت بيا وايي چې په دغه برخه…
د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي کلنۍ ازموينې پیل شوې
د نجونو ښوونځيو دوولسم ټولګي زدهکوونکو کلنۍ ازموينې پيل شوې؛ دوی د خپل برخلیک له روښانه کېدو خوښې دي او د پوهنې له وزارته غواړي چې د نورو زدهکوونکو برخلیک هم روښانه کړي.
دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي
په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زدهکړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.
بغلان کې سلګونو نجونو ته د خیاطۍ زدهکړې شپږ میاشتنی کورس پیل شو
د بغلان په مرکز پلخمري کې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته، ۴۲۷ نجونو ته د خیاطۍ او ۷۳ نارینهوو ته د موټرسایکلونو د ترمیمولو زدهکړې شپږ میاشتنی کورس پیل شو.
د بدخشان پوهنتون یو شمېر نجونو زدهکړیالانو مظاهره کړې ده
د بدخشان پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي، وروسته له هغه يې لاريون وکړ چې د امر بالمعروف او نهیعنالمنکر محتسبینو د حجاب یا چادرۍ نه اغوستلو له امله پوهنتون ته د ننوتو اجازه ورنکړه.
د پوهنې سرپرست وزیر: د لرو سیمو خلک ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالف دي
د پوهنې سرپرست وزیر وايي، د لرو سیمو اوسېدونکي ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره رضایت نه لري او نه غواړي چې پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
له ښوونځي د سلګونو محرومو نجونو لپاره د زدهکړې انلاین ټولګي جوړ شوي
په داسې حال کې د یوه انلاین ښوونیز پروګرام له لارې له شپږم ټولګي پورته سلګونو نجونو زدهکوونکو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې چې یو شمېر ګډونوالې د دغه ډول پروګرام د ستاینې ترڅنګ له پوهنې وزارته غواړي څو ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.
«د نجونو له شپږم پورته ټولګیو پرانیستو په اړه هيڅ نوي معلومات نشته»
د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال پوره شو خو لا هم د نجونو له شپږم پورته ټولیګي تړلي دي، له ښوونځي پاتې نجونې اندېښمنې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې پرانیزي.
د ننګرهار ۱۵ ولسوالیو کې له دوولسم فارغو نجونو ته د نیمه لوړو زدهکړو زمینه برابرېږي
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د يونيسف ادارې په مالي مرسته د دغه ولايت په ١٥ ولسواليو کې له دوولسم ټولګي فارغو نجونو ته د نيمه لوړو زدهکړو زمينه برابروي.
د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې
له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر امر ثاني په کور کې اووسئ. بهشته سره له دې چې د حکومت لخوا د ژمنو نه عملي کولو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي.
«د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدو ته هيڅ ډول ملي او فرهنګي توجیه نشته»
و شمېر مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدل د یوه نسل پر وړاندې لوی ظلم بللی او د نجونو پر مخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
د پکتیکا دیني عالمانو او قومي مشرانو د نجونو د ټولو ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه
له کابل او بلخ وروسته د پکتیکا دیني عالمانو او قومي مشرانو هم په یوه ناسته کې له سرپرست حکومته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د علماوو ټولنه: ټولو نجونو ته دې په سالم چاپېریال کې د زده کړو زمینه برابره شي
د افغانستان د علماوو علمي ټولنې، د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستل کېدو او د زده کړو لپاره د داسې چاپېریال چمتو کېدو غوښتنه کړې چې د منکراتو مخه په کې نیول شوې وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا لس غړي: په افغانستان کې دې د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د لسو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ټولو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
ترکیې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر تړل کېدو، اندېښنه وښوده
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پر پرېکړې، اندېښنه وښوده.
ځینې سیاستوال او زده کوونکې: د نجونو د تعلیم لاره دې پرانستې وساتل شي
ځیني افغان سیاستوال او زده کوونکې، تر نوي امره د نجونو د لوړو ټولګیو د زده کړو پر ځنډ خواشیني دي؛ له حکومته غواړي چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي.
ننګرهار کې د نجونو ۱۱ ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ د ذهني ازموینې سیالۍ پيل شوې
د ملګرو ملتونو اړوند یونیسف/ UNICEF ادارې په مالي ملاتړ په ننګرهار کې د نجونو ۱۱ ښوونځيو زده کوونکو ترمنځ د ذهني ازموینې سیالۍ پیل شوې.
د بښنې نړیوال سازمان: افغان نجونو ته دې ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي
د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړى چې په افغانستان کې دې سمدستي نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي. یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زده کوونکو او ښوونکو سره د مرکو…
ننګرهار کې د نجونو يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا UNHCR په ۱۶ ميليونه افغانۍ مرسته د نجونو د يوې لېسې لپاره دوه پوړيزه ودانۍ جوړه شوه. مسوولين وايي، د دغه ښوونځي شاوخوا دوه…




















