Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت لسګونه سېلابځپلو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اتم پړاو سيالۍ د ننګرهار په کوربهتوب پيل شوې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د کابل – ننګرهار پر نوي سړک د حصارک، شیرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو اړوند سیمو کې یو شمېر تاریخي سیمې کشف شوې دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست او په دغه ولايت کې د يوه خصوصي روغتون ترمنځ يوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به يې دغه روغتون په بېلابېلو ولسواليو کې د ۲۲۰۰ اړمنو کسانو وړیا عملیاتونه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس (څلور ورځنۍ) کرکټ سیالیو اتم پړاو سبا په ننګرهار کې پیلېږي.
د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي.
د ننګرهار ولايت د شیخ مصري صنعتي ښارګوټي لپاره د ۲۸ ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۰ ميګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په «ختیځ روغتیايي کمپلېکس» کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت یو لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په ننګرهار کې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او په کندهار کې بیا د ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، په شېرزادو ولسوالي کې د يوې امنيتي پوستې اشپز د دې پوستې پر کسانو ډزې کړې چې په پایله کې یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په جلالاباد ښار کې د التقوا نړۍوال علمي او څېړنیز کنفرانس د پرانیستې پر مهال وویل چې د علومو ارتقا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم او اغېزناک تمامېدای شي.
ستره محکمه وایي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP