Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ یو پلاوی د اوزبېکستان د انرژۍ پنځم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ولاړ.
ټاکل شوې د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او د روسیې – اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي.
د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي چې د دغه هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی به په مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه اوزبېکستان ته ولاړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې پر سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي او ټاکل شوي چې یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته سفر وکړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ پیل ته د چمتووالي ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړتیا پر مهال دې د کډوالو د ښه مدیریت لپاره مسلکي کسان وګومارل شي او یو پلاوی دې د کډوالو اړتیاوو د ارزونې لپاره تورخم ته واستول شي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د امریکا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP