Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي امارت یو پلاوی د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د روسیې سفیر ویلي چې هیواد به یې له اسلامي امارته په لومړي ځل د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د غړي په توګه هرکلی وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی د لومړي ځل لپاره د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه کې د غړي په توګه ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، ژیرنوف په اکټوبر کې د مسکو فارمټ اوومه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون په اړه تفصیلي معلومات ورکړل ویې ویل چې روسیه به د افغانستان له اسلامي امارته په لومړي ځل د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، متقي په مسکو فارمټ کې د افغانستان اسلامي امارت غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سیمه‌ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې ترمنځ په باورجوړونه او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.