د پکتيا روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې د پرلهپسې اورښتونو له امله اوبه مکروبي شوې چې له امله یې ۶زره کسان پر شديد نسناستي اخته شوي دي.
د پکتيا په مرکز او درېيو ولسواليو کې څلور روغتيايي مرکزونه جوړ او فعاليت يې پيل کړ.
د پکتيا د کرنې رياست وايي چې په دې وروستيو کې پر پوست د دانو له امله ٩٥٠ کورنۍ غواګانې مړې شوې دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تېره ورځ په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د پکتيا په زرمت او احمدخېلو ولسواليو کې له ۱۲۰۰ کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا يو شمېر فرهنګيان او ځوانان وايي، وروستيو اورښتونو د دغه ولایت تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړې دي او حکومت يې بايد د جوړولو لپاره ژر اقدام وکړي.
د پکتيا ولايت له سېلابځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.
نامعلومو وسلهوالو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د دارالمعلمين يو استاد وژلى دى.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي، په وزي ځډران ولسوالۍ کې يوه پلار خپل زوى وژلى دى.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په سرحدي سيمه کې يې د ۵۰ ميله ترکي چرهييز ټوپکونو د قاچاق مخه نيولې ده.
د پکتيا له مرکز ګردېز او شاوخوا ولسواليو راټول شوي څلور ټنه تاريخ تېر درمل وسوځول شول.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې درې کسان د مړو شویو مالونو د غوښې پلورلو په تور نيول شوي او په يوه بل اقدام کې يو شمېر وسلې تر لاسه شوې دي.