ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې لا هم د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزه موجوده ده”

“پکتيا کې لا هم د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزه موجوده ده”

author avatar
21 Jan 2021 - 12:16
“پکتيا کې لا هم د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزه موجوده ده”
author avatar
21 Jan 2021 - 12:16

ګردېز (پژواک، ٢ سلواغه ٩٩): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې لسګونه کسان د طب برخې له دوه کلنو زده کړو څخه فارغ شول، خو لا هم په دغه ولايت کې د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزه موجوده ده.

د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې د ناروېژن کمېټې د دوه کلنو طبي زده کړو له انسټيټيوټ څخه د پکتيا، خوست، پکتيکا او غزني ولايتونو ۵۹ تنه فارغ شول.

دې کسانو ته په فارمسي او لابراتوار څانګو کې زده کړې ورکړل شوې او د مسوولينو په خبره، تر فراغت وروسته به په اړوندو ولايتونو کې په دندو وګومارل شي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي، که څه هم په دې دوره کې د نجونو شمېر يوازې پنځه تنه دی، خو هڅه دا ده چې په راتلونکي کې دا شمېر زیات شي.

احمدزي پژواک ته وويل چې لا هم په دې او شاوخوا ولايتونو کې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ستونزه زياته ده او له دا ډول معياري بنسټونو د مسلکي کسانو له فراغت سره به راکمه شي.

نوموړي زياته کړه: ((د MD ډاکټرانو کموالی تر اوسه شته، د ځينو نورو ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمبود هم شته، خو د پخوا څخه اوس حالت ښه شوی.))

د دې طبي انسټيټيوټ له لابراتوار برخې څخه فارغه شوې مقدسه وايي، له يادې برخې سره يې مينه لرله او په ټولنه کې د اړتيا پر اساس يې په طبي برخه کې زده کړې وکړې.

مقدسه چې د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکې ده زياتوي چې تر فراغت وروسته به په خپله سيمه کې د مېرمنو د خدمت لپاره فعاليت وکړي.

هغه وايي: ((دا واقعا زما هيله وه او نن ډېره خوشاله يم چې هغې ورځې ته رارسېدلې يم. زموږ په ټولنه او لرې سيمو کې د کلينيکونو کموالی هم دی او د تکړه طبي کارمندانو هم. زه د ټولنې او کورنۍ له مشرانو غواړم چې خپلو خويندو او لورګانو ته د خدمت چانسونه ورکړي او مرسته ور سره وکړي.))

د ناروېژن افغان کمېټې مشر تيرج مګنيزون واټرډال وايي چې په دې سيمه کې په طبي برخه کې کار ته ډېره اړتيا ده او په خبره يې په خواشينۍ سره چې په پکتيا کې په دې او اړوندو برخو کې د فعالو موسـساتو او انجيوګانو شمېر ډېر کم دی.

واټر ډال وويل چې په پکتيا کې به خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او د نوي کال په پيل کې د نورو کسانو د جذب لپاره يې سر له اوسه چمتووالی روان دی.

د يادونې ده چې دا د سوېل ختيځ زون لپاره په ګردېز کې د يادې ادارې د فعاليت د پیل د لومړۍ دورې فارغان دي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.