ژبه

ګردېز (پژواک، ۱۴ مرغومى ۹۹): د پکتيا ولايت د فوټبال لوبغاړي شکايت کوي چې تر اوسه د تمرين او لوبو لپاره معياري لوبغالی نه لري او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی پر دې سربېره د اړوندو نورو اسانتياوو له کموالي هم شکايت کوي او د حل غوښتنه يې کوي.

په پکتيا کې د فوټبال يوه لوبغاړي عابدالله وويل چې څو ځلې يې په خپلو پيسو په ځينو ځايونو کې د لوبو او تمرين لپاره ځمکه هواره کړې او لګښت پرې کړی، خو دا چې هغه ځای شخصي وي، نو بېرته د خلکو له خوا ترې ګرځول شوي دي.

نوموړی وايي: ((تقريباً دوه، درې ميدانونه موږ په خپلو پيسو چې ۴۰ يا ۵۰ زره افغانۍ مو جمع کړې، جوړ کړل، خو بيا خلک راغلي چې موږ کور جوړوو يا بل کار کوو او هغه ځایونه بېرته رانه نيول شوي دي.))

د فوټبال يو بل لوبغاړی نثار افغان د ګردېز له ښاروالۍ غواړي چې دوی ته په مناسبو ځايونو کې د لوبو لپاره ځای ورکړي.

افغان د هېواد پر فوټبال فدارسيون نيوکه کوي چې دغه ولايت ته يې هېڅ پام نه دی کړی او لوبغاړو ته يې هېڅ ډول اسانتيا نه ده برابره کړې.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان فوټبال فدراسيون د پکتيا د فوټبالرانو ظرفيت لوړولو، امکاناتو زياتولو او نورو برخو کې هېڅ توجه نه ده کړې، دوی بايد د فوټبال د ډېر پرمختګ لپاره دلته ډېر کار وکړي او لوی او واړه ميدانونه جوړ کړي.))

د اتحاد فوټبال لوبډلې غړی نوراحمد حيران وايي چې په پکتيا کې لوبغاړي او ورزشکاران د اسانتياوو له سخت کمښت سره مخ دي او د ژمي په سوړ موسم کې د تمرين او لوبو لپاره مناسب ځاى نه لري.

حيران وايي: ((په ژمي کې دلته واورې کېږي، ورزشکاران او فوټبالران داسې ځای نه لري چې هلته لوبې او تمرينات وکړي. جمنازيم بايد جوړ شي، دلته دوه کاله مخکې د يو جمنازيم کار شروع شوی و، خو لا نيمايي هم نه دی جوړ شوی.))

يو شمېر نورو لوبغاړو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادو ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

دغه راز په پکتيا کې د فوټبال فدراسيون ولايتي مشر شمس هميم هم د لوبغاړو ستونزې پر ځای بولي او وايي چې ياد مسايل يې له مرکزي ادارې سره شريک کړي دي.

هميم پژواک ته وويل: ((موږ که څه هم ګردېز او څمکنيو کې يو، يو ستديوم لرو، خو واقعيت دا دی چې يو خو هغه يوازې د فوټبالرانو نه دی، د ځينو نورو رشتو لوبغاړو يا ورزشکارانو هم ځانونو ته ځايونه په کې جوړ کړي او دلته د زونونو د نورو مرکزونو په پرتله امکانات بلکل په نشت حساب دي.))

د يادونې ده، د پکتيا د المپيک له امريت سره په بېلابېلو ورزشي برخو کې تر دې دمه شاوخوا ۴۶ زره رسمي ورزشکاران او لسګونه ورزشي کلپونه ثبت دي.

ورته موضوع