ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۴۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت دوه پروګرامونه پيل شول

پکتيا کې د ۴۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت دوه پروګرامونه پيل شول

author avatar
27 Jan 2021 - 12:32
پکتيا کې د ۴۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت دوه پروګرامونه پيل شول
author avatar
27 Jan 2021 - 12:32

ګردېز (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ۴۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت د ولسي تړون او ملي دسترخوان پروګرامونه پيل شول.

د دې پروګرامونو د پرانيستې لپاره د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازی ګردېز ته راغلی و او ويې ويل چې پکتيا زيات کار ته اړتيا لري او دولت په دې برخه کې د کړو ژمنو پلې کولو ته ژمن دی.

د ولسي تړون ملي پروګرام مسوول عبدالهادي احمدزي وويل چې دا برنامه به په ۲۵۴ ميليونه افغانۍ او د ملي دسترخوان پروګرام ښاري برخه به په ۱۸۵ ميلیونه افغانۍ پلې او د دې ښار ۲۳ زره بېوزله کورنيو ته به خوراکي توکي ورسول شي.

احمدزی وايي: ((دا پروګرامونه د ښار په ۵ ناحيو او ۶ ګذرونو کې د ۳۰ پراختيايي شوراګانو له لارې عملي کيږي او د خلکو له خوا او د خلکو په خوښه به د سړکونو، کوڅو او تفريحي ځايونو جوړولو، برېښنايي اسانتياوو برابرولو او د ښځو ځواکمنتيا په برخه کې بېلابېلې پروژې تر سره کړي.))

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وويل چې پکتيا لا هم ډېر کار ته اړتيا لري او د دې سيمې د خلکو د ستونزو پر حل او شويو ژمنو پلې کېدو به جدي کار وشي.

کټوازی وايي چې د يادو پروژو تر څنګ به د ګردېز ښاروالۍ په چوکاټ کې دوه نورې پروژې هم شاملې شي، چې په پلې کېدو به يې د ښار ډېرې ستونزې حل او خدمتونه زيات شي.

کټوازي وويل: ((۹۵ فیصده خلک به د ملي دسترخوان پروګرام تر پوښښ لاندې راشي. همدارنګه د ولسي تړون پيسې به هم په مستقيم ډول تر خلکو رسيږي او تر منځ به يې کوم بل قرارداد يا شرکت نه وي. تر دې وروسته به زموږ ډېر پروګرامونه همداسې وي.))

همدارنګه د پکتيا والي حليم فدايي د دې پروژو پرانيسته ګټوره او اقتصادي چاره ياده کړه او ويې ويل چې پکتيا کې لا هم ګڼې اړتياوې شته، چې بايد پام ورته وشي.

د خلکو او د ګذر وکيلانو په استازيتوب قومي مشر ډګروال ظفر د پروژو په روڼ او ښه تطبيق کې د همکاري ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د يو منظم ماسټر پلان پر بنسټ دې د ګردېز ښار پرمختيا ته کار وشي.

ګردېز حلقوي سړک، د صنعتي پارک فعالېدل، روغتيا برخې ته جدي پاملرنه، د پوهنې سکتور پياوړتيا او د ګردېز ښار لپاره د ماسټر پلان چمتو کولو باندې کار د غونډې د ګډونوالو لويې غوښتنې وې.

Visits: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.