ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ۱۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

پکتيا کې د ۱۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
12 May 2021 - 13:38
پکتيا کې د ۱۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
12 May 2021 - 13:38

ګردېز (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰): پکتيا کې د څه باندې ۱۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ناستو يو لوی تالار، يو جامع جومات او يو د کرونا ۵۰ بستريز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

ولايتي مسولين وايي، يادې پروژې د عملياتي پراختيايي شرکت له خوا په ټاکلي وخت او لوړ کيفيت بشپړې شوې دي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې د ټولنيزو ناستو تالار، چې د جمنازيم کار هم ترې اخیستل کېدای شي، په ۲۱ ميليونه افغانۍ جوړ شوی او په يو وخت د ۱۰۰۰ کسانو د ناستې ظرفيت لري.

فدايي وويل چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم په ګردېز کې د یو لوی جامع جومات جوړلو چارې هم بشپړې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((د جوماتونو د اوونۍ په لړ کې مو يو جامع جومات هم افتتاح کړ، چې په ۶۶ ميليونه افغانۍ په يو کال کې جوړ شوی او په يو وخت د شاوخوا ۲۵۰۰ لمونځ کوونکو ځايولو وړتيا لري.))

حليم فدايي وويل چې پکتيا کې د کرونا د درېيمې څپې په لړ کې هم ګڼ کسان پر ياده ناروغۍ اخته شوي، خو په خبره يې د خلکو د درملنې او ناروغۍ د مهار لپاره یې ځينې اقدامات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په شاوخوا ۵۵ ميليونه افغانۍ جوړ شوی ۵۰ بستريز روغتون افتتاح او ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.

والي پژواک ته وويل: ((دا روغتون هم د انکشاف ملي له خوا په ۵ مياشتو کې جوړ شو، چې د ICU . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.