Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات ځيني ځوانان چې ایران ته د تلو اراده لري، له خراب اقتصادي وضعیته شکایت کوي او وایي د وزګارۍ له امله اړ دي چې هېواد پرېږدي، خو مسوولینو بیا وايي ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زدهکړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زدهکړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.
هغه ځوانان چې ایران او بیا اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي ډول د تلو هوډ لري، په هېواد کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي څو نورو هېوادونو ته کډوال نه شي.
په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زدهکړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.
په بادغیس کې یو شمېر تحصیلکړي ځوانان وايي، د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کاري فرصتونو برابرول دې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو لوستي ځوانان له وزګارتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ په نښته کې دوه ځوانان په ډزو ويشتل شوي او وژل شوي دي.
اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د تنکيو ځوانانو (۱۴ کلنو) لوبډلې د فوټبال مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې ایران ته یو
د بند سبزک د ډبرو سکرو کان په هرات ولایت کې یو له هغو شپږو مشهورو کانونو څخه دی چې د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوولینو په خبره، سلګونه ځوانان پکې پر کار بوخت دي.
په بلخ ولايت کې يو شمېر روغتياپالان وايي، پرېګابلين درمل پر عصبي، رواني او سختو دردونو اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، خو په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانان يې د نشهيي توکو په توګه کاروي.
بامیاني ځوانان په دغه ولایت کې له لوړ ولور څخه شکایت لري او وایي، د دغه دود له امله دوی د کورنۍ له جوړولو څخه بېبرخې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP