د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.
په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ایراني شرکتونو د افغانستان د کانونو سکټور کې د ګډ کار او پانګونې غوښتنه کړې ده.