هرات (پژواک، ١٨ غویی ١٤٠٤): د هرات والي ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ټاپي پروژې چارو پر چټکتیا، د انرژۍ، ترانزیټ او صادراتو برخو کې یې د دواړو هېوادونو له ظرفیتونو پر ګټې اخیستو ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي وايي، د دغه ولایت والي ترکمنستان ته د سفر پر مهال د ماري له والي او د دغه ولایت له یو شمېر ځايي مسوولینو سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د تورغونډي بندر له لارې د صادراتو او وارداتو پروسې د اسانتیا او د ټاپي پروژې په ګډون د لویو ګډو پروژو د کار د چټکتیا په اړه خبرې اترې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، شیخ مولانا اسلامجار په یاده لیدنه کې په افغانستان، په ځانګړې توګه په هرات کې د وروستیو اقتصادي پرمختګونو په اړه خبرې کړې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو او د امنیت له ټینګېدو وروسته په هېواد کې د اقتصادي ودې زمینه برابره شوې او دا چاره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو مناسب فرصت دی.
د سعیدي په وینا، د هرات والي دغه راز د انرژۍ، مرمر ډبرو د صادراتو، انتقالاتو او دوه اړخیزو اړیکو برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «هرات چمتو دی څو له شته ظرفیته په ګټې اخیستو ګډې همکارۍ پراخې کړي او له اقتصادي فرصتونو په ګډه ګټه واخلي.»
د هرات د والي ویاند د معلوماتو له مخې، بل لور ته د ترکمنستان د ماري والي بګنچ مراد ارازوف د هرات د والي په مشرۍ د افغانستان پلاوي د هرکلي ویلو ترڅنګ ژمنه کړې چې د ترانزیټي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا برخه کې به لازمه همکاري وکړي.
هغه دغهراز د ترکمنستان په بازارونو کې د هرات صنعتي ښارګوټي د تولیداتو پر استفادې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات والي درې ورځې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ چې ځايي چارواکي او د خصوصي سکټور فعالان په کې شامل دي، ترکمنستان ته سفر کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP