کابل کې د ترکیې سفیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د مالیې وزارت وایي، نړۍوال بانک چمتو شوی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي او نن به په لومړۍ پړاو کې نږدې ۱۱ میلیون ډالره پور شرکتونو ته ورکړي.
د افغانستان د بېسبال ملي لوبډلې د لوېدیځې اسیا د بېسبال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه خپله دویمه لوبه سریلانکا ته وبایلله او نن درېیمه لوبه د هند پر وړاندې کوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په نسبت په اپرېل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان له ولسمشر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې او هغه ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
افغان چارواکو د اوزبېکستان له حکومت سره د امام بخاري زیارت لپاره د څلور زره مترمربع مرمر ډبرو تحفه پرون د یاد هېواد چارواکو ته سپارلې ده.
د افغانستان د ټولګټو وزارت سرپرست کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو برخه کې پر دوه اړخیزه همکاریو ټینګار کړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې له نړۍوال فدراسیونه خپل ملاتړ دوه برابره زیاتوي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو د پراختیا او ترانزیټي اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې.
د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو د سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.