Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د «امام‌ بخاري» زیارت لپاره اوزبېکستان ته ۴ زره مترمربع مرمر ډبرې هدیه کړې

مزارشریف (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): افغان چارواکو د اوزبېکستان له حکومت سره د امام بخاري زیارت لپاره د څلور زره مترمربع مرمر ډبرو تحفه پرون د یاد هېواد چارواکو ته سپارلې ده.

د اسلامي‌ امارت یو شمېر مسوولینو پرون د افغانستان او اوزبېکستان په ګډ بازار کې د اوزبېکستان چارواکو ته د رییس‌الوزرا له لوري د امام بخاري زیارت لپاره د څلور زره مترمربع مرمر ډبرو تحفه وسپارله.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مرستې سپارلو دغه مراسم د افغانستان او اوزبېکستان په ګډ بازار کې نیول شوي وو چې د بلخ والي محمدیوسف وفا، د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر رییس عبدالواسع خادم، د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګېشوف، د سرخاندریا ولایت والي اولوغ‌بېک قاسیموف او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې د ریاست‌الوزرا د دفتر د رییس عبدالواسع خادم  له قوله لیکل شوي: «د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند او د افغانستان د مجاهد ولس له خوا د اوزبیکستان هېواد د امام بخاري صاحب رحمه‌الله د زیارت لپاره د مرمر ډبرې هدیه کوو.»

خبرپاڼه کې دغه راز د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشوف په حواله راغلي چې ویلي یې دي، د اسلامي امارت له راتګ سره هم‌مهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلتوري، ټولنیزو، ډیپلوماټیکو، سیاسي او قتصادي برخو کې اړیکې پیاوړې شوې دي.

هغه دغه راز ویلي، اوزبېکستان تل هڅه کوي، څو له افغانستان سره مثبتې اړیکې ټینګې کړي، ستونزو ته ژر تر ژره حل‌لارې ومومي او پر پوله سوداګري، اقتصاد، ترانزیټ او نور پرمختګونه ډېر کړي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

ورته مهال، د بلخ والي محمدیوسف وفا ویلي، اوزبېکستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته له افغانستان سره ښې دیني، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې پاللې دي.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې په بلخ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه سوداګریزه خونه هم پرانیستل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.