قرغیزستان د روان ۲۰۲۵ کال په لومړيو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ۲۴.۹ میلیون لیتره نفتي توکي صادر کړي دي.
د افغانستان د چرګانو د فارملرونکو ټولنه وايي چې افغان سوداګرو په دې برخه کې ۱،۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې او هېواد د چرګ غوښې د تولید له اړخه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
ملګري ملتونه وایي، خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي او ا.ا ویلي، له ټولو هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې له افغانستانه د ۶۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۶۶ زره ټنه تازه او وچه مېوه صادره شوې ده.
افغانستان کې د جاپان سفیر وايي، هېواد یې له افغان کورنیو سره مرستې او ملاتړ ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په نړۍوالو چارو کې د قطر د دولت له وزیرې سره د بشري مرستو پر لا ښه مدیریت او د دغه هېواد د لوړو زدهکړو له وزیرې سره پر علمي او کلتوري همکاریو خبرې کړې دي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فليچر په کندهار کې له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال د مرستو ځنډولو له تصمیمنیوونکو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت یوه روغتون ته ورشي او د مرستو ځنډېدو منفي اغېزې له نږدې وګوري.
افغان او ایراني چارواکو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، اوزبېکستان غواړي د کرنې او اوبو لګولو د نوو مېتودونو زدهکړې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو معرفي کولو کنفرانس د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون په څنډه کې ترسره شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د سرطاني ناروغیو برخې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.