Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکو د کرنې او مالدارۍ برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): افغان او ایراني چارواکو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تهران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران «د کرنې جهاد» له وزیر غلام رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

سرچېنې لیکلي، دواړو لورو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، په دې لیدنه کې د ایران د کرنې جهاد وزیر د ګډو کرنیزو همکاریو د پیل او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.

د ایران د کرنې جهاد وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کرنیز کمېسیون د جوړېدو وړاندیز کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه کمېسیون په چوکاټ کې د همکاریو د اسنادو ترتیب او لاسلیک کول کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.

دی زیاتوي، ایران چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونه وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ایران له خوا صادراتي نندارتون (اکسپو ۲۰۲۵) ته د ګډون بلنه وستایله او د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې یې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا خوښي وښوده.

نوموړي ویلي چې د دغه بهیر دوام کولای شي د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د نوو ګډو پروژو زمینه برابره کړي.

هغه دغه راز د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته اشاره وکړه او د قوش‌تیپې کانال یې د دغو هڅو یو روښانه بېلګه وبلله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.