مزارشریف (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، اوزبېکستان غواړي د کرنې او اوبو لګولو د نوو مېتودونو زدهکړې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نن د اوزبېکستان د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی بلخ ولایت ته راغلی و.

دغه پلاوي د افغانستان د کرنې وزارت او د بلخ له ځایي مسوولینو سره ولیدل او ترڅنګ له یو شمېر فابریکو هم لیدنه وکړه.

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت ویاند مصباحالدین مستعین په بلخ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د اوزبېکستان د کرنې وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د دغه وزارت په بلنه په دوه ورځني سفر بلخ ولایت ته راغلی و، دغلته یې له افغان مسوولینو سره ولید او له یو شمېر تولیدي فابریکو یې لیدنه وکړه.

مستعین زیاته کړه، دغه پلاوی غواړي په بلخ کې د امو سیند د تخریباتو مخنیوي برخه کې د مرستې ترڅنګ د کرنې او اوبو لګولو نوي سيسټمونو او مېتودونو برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

هغه دغه راز وویل، یاد پلاوي له خپل سفر سره هممهاله د وریجو او پنبې ۲۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه هم راوړي او دغه راز به په بلخ کې پر لس هکټاره ځمکه د اوبو لګولو نوی سيسټم هم فعال کړي.

د نوموړي په خبره، یاد پلاوی به په افغانستان کې له یو شمېر هغو خصوصي شرکتونو سره هم د همکارۍ او ماشینونو د پېرېدو تړونونه لاسلیک کړي چې د کرنې برخه کې فعالیت کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له اوزبېکستانه د راغلي پلاوي په ترکیب کې د دغه هېواد د کرنې وزارت د تحقیق او ترویج معینان، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال او یو تخنیکي ټیم هم شامل دي.

د یادونې ده، په بلخ کې یو شمېر کروندګر هم خوښي څرګندوي چې اوزبېکستان هېواد ورسره د کرنې د نوو مېتودونو زدهکولو برخه کې مرسته کوي.