د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د سرطاني ناروغیو برخې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د سويډن د نړۍوالې پراختیا او همکارۍ ادارې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره له دغه بنسټ سره ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.
ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رییس سره په لیدنه کې په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې پر ګډ کار او همکاریو ټینګار کړی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېر لمریز کال په څلورمه ربعه کې د افغانستان د وارداتو کچه درې میلیارده او ۱۴۲،۶ میلیون ډالر او د صادراتو بیا ۴۰۳،۹ میلیون ډالره وه.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې یې د هوا له لارې د مرستو رسولو خدمات ممکن د تمویل د ډېر کمښت له امله ودرول شي.
د ټولګټو وزارت وایي، تېره میاشت د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې د ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه وایي چې د امریکا د مالي مرستو د کمېدو له امله دوی اړ شوي څو په افغانستان کې خپل ځیني خدمات وځنډوي، خو د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمن دي.
په افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس د هرات له والي سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې ۱۴ کیلومتره پایپ غځونه شوې او د دې پروژې ۲۴ کیلومتره لاره هواره شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته لوېدیځ هېوادونه هم هڅه کوي چې خپل شتون په دغه هېواد کې بیا تثبیت کړي.
د افغانستان بانک سرپرست وايي، دغه بانک د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو، د اسعارو د قاچاق او پيسو مینځلو د مخنیوي برخو کې مهم او مؤثر ګامونه اخیستي دي.
د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه د سریلانکا له الف لوبډلې سره کوي.