Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف: لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې خپل شتون بیا تثبیت کړي

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته لوېدیځ هېوادونه هم هڅه کوي چې خپل شتون په دغه هېواد کې بیا تثبیت کړي.

هغه د روسیې دولتي تاس خبري اژانس ته ویلي: «لوېدیځ هېوادونو د ملګرو ملتونو له لوري د مشورو یو نوی قالب پیل کړی چې هغه ته د دوحې قالب ویل کېږي.»

هغه دغه‌راز «افغانستان ته د ناټو د نظامي زیربناوو بېرته ګرځېدو» په اړه خبرداری ورکړی او داسې اقدامات یې خطرناک بللي دي.

لاوروف زیاته کړې، د «طالبانو له لوري د کابل کنټرول یو واقعیت دی چې باید د یوه عملګرایانه سیاست د تعقیب لپاره ومنل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وايي، د اسلامي امارت سیاست دا دی چې له ټولو ګاونډیانو او د نړۍ له هېوادونو سره تعامل او مثبتې اړیکې ولري او له نورو هېوادونو یې هم همدا غوښتنه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.