د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، یوه چینایي پلاوي د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې د شرایطو له برابرېدو سره به عملي اقدام وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پروازونو پيل، بانکي همکاریو، د ترانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د سوکوهنې ملي لوبډلې اووه لوبغاړي د ایران په کوربهتوب نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته ولاړل.
کابل کې د ایران سفیر د افغنستان د کرنې وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې له افغانستان سره د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د مسلخونو جوړولو، قرنطین او د عصري اوبو لګولو سیسټمونو برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په تېرو درېیو کلونو کې دوهاړخیزه سوداګري زیاته شوې او اوسمهال یې کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې د سوداګرۍ دغه کچه په راتلونکو کلونو کې تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د ا.ا رییسالوزراء او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر هواري ټینګار کړی او رییسالوزراء زیاته کړې چې په دې برخه کې د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو کابل کې پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د هواري پر موثرو لارو چارو هوکړه کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د افغانستان د وارداتو کچه ۱۰۰۳،۱ میلیون او د صادراتو بیا ۱۰۰،۱ میلیون ډالر وه.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه یو ورځینۍ لوبه کې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له ایرلینډ الف لوبډلې سره یو ورځینۍ لوبه ترسره کوي.