Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا رییس‌الوزراء د خپل پاکستاني سیال له مرستیال سره ولیدل

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د ا.ا رییس‌الوزراء او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر هواري ټینګار کړی او رییس‌الوزراء زیاته کړې چې په دې برخه کې د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق‌ ډار په مشرۍ نن سهار یو پلاوی کابل ته راغی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو د وزیر محمداسحاق ډار په مشرۍ له پلاوي سره وکتل.

ملا محمدحسن اخند ویلي: «په وروستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی، په کلکه یې غندو؛ دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي، خدای دې وکړي دغه سفر د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.»

هغه ویلي، افغانستان او پاکستان ډېر مشترکات لري، باید موجودو ستونزو ته د خبرو له لارې اساسي حل‌لارې ولټول شي او د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

فطرت لیکلي چې ملا محمدحسن اخند څه موده مخکې پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازې بندولو ته په اشاره وویل، د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو اړتیا ده، هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي، باید مخنیوی او له تکراره یې ډډه وشي.

رییس‌الوزرا دغه راز ویلي، پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هېواد په توګه د اسلامي او نړۍوال اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي: «پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.»

هغه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هيڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، د اسلامي امارت پالیسي پر متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده، پاکستان کې ناامني نه غواړي، قول او عمل یې یو دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم ویلي، د دغه سفر موخه یې له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه کوي شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه ویلي، پاکستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې له منځه یوسي.

ده ویلي، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره نور مهم اقدامات هم په پام کې نیول شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي، اسحاق ډار ویلي، د پاکستان شته اندېښنې باید له پامه ونه غورځول شي، پاکستان په باعزته توګه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته ژمن دی او ريیس‌الوزراء ته یې له خپل لوري په دې برخه کې د عاجلو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.