کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو کابل کې پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د هواري پر موثرو لارو چارو هوکړه کړې ده.
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار په مشرۍ نن سهار یو پلاوی کابل ته راغی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې له محمداسحاق ډار او مل پلاوي سره کتلي دي.
خبرپاڼه کې راغلی، په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي، سترو پروژو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
متقي ویلي، اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصادمحوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په ګډون له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره تجارت، ټرانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې، متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي چې په یادو برخو کې دې شته ستونزو د هواري او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له پاکستاني پلاوي سره په ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د هغوی پر اجباري ایستلو خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چي هلته د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
متقي هیله څرګنده کړې چې د پاکستاني چارواکو د یاد پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د شته اړیکو د ټینګښت او ودې سبب شي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته بلنه ورکړه چي پاکستان ته رسمي سفر وکړي څو د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «د دې لپاره چې دوه اړخیز تجارت وده وکړي، پر زیات شمیر سوداګریزو توکو یې تعرفې کمې کړې او پر دې برسېره به د تجارتي اموالو د انتقال په برخو کې هم اغیزمن ګامونه پورته کړي.»
د هغه په خبره، حکومت یې له افغانستان سره د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه کوي چې په یادو برخو کې به لازمې آسانتیاوي رامنځته کوي.
اسحاق ډار ویلي چي له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کېږي، دوی به په دي برخه کي جدي ګامونه واخلي، د افغان کډوالو جایدادونه او پانګې د هغوی ملکیت دی او اجناس یې هیڅوک نه شي ایسارولی.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد. د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۵۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې په نننۍ ناسته کې د سفارتي اړیکو پر لوړولو، همغږۍ، ګډې همکارۍ، د وطزو پر زیاتوالي او اسانتیا، زراعتي محصولاتو پر چټک لېږد، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یو شمېر سترو پروژو لکه افغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوې.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د ناستې په پای کې د یادو شوو موضوعاتو د تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ټاکلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو د هواري پر مؤثرو لارو چارو هوکړه وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP