Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه یو ورځینۍ لوبه کې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې نن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې یې لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالي کې د ایرلینډ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۲م اوور کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۳ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په ګټه قیس احمد درې، فرمان‌الله ساپي او شرف‌الدین اشرف دوه – دوه، عبدالمالک، نوید ځدراڼ او خلیل احمد بیا د ایرلینډ یو – یو لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې افغان ابدالیان لوبډلې په ۳۴م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د اووه وېکټو په توپیر یې د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یاده سیالي کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې زبید اکبري ۷۶، صدیق تل ۵۲، دروېش رسولي ۳۳ او اکرام علي‌خېل ۲۵ منډې وکړې.

د یادونې ده، دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.