کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په یوه وېډیويي کلېپ کې ویلي چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالر و چې ۶۲۷ میلیون ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیون امریکايي ډالر واردات جوړوي.
هغه زیاته کړې چې هند ته د افغانستان د صادراتو ډېره برخه انځر، انجه او د انجې تخم، زعفران، ممیز، زیره او بادام جوړوي.
د هغه د معلوماتو پربنسټ، له هنده افغانستان د وارداتو ډېری برخه بوره، د صنعتي فابریکو خام توکي، کتاني ټکر، د موټرو پرزې، ماشینالات او نور دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP