Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان کې د بهارک ولسوالۍ د فراخ دښتې دوبندي کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه کلي سلګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او د سیند له اوبو د استفادې له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو اووه شبکو او پروان کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه سربند د جوړېدو خبر ورکړ.
د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دغهراز د بامیان ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
د کابل ولایت مقام وايي، د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فراه د اوبو او برېښنا رییس وايي چې په دغه ولایت کې له ۱۴۰۱ کال راهیسې تر اوسه د ځمکې لاندې اوبو کچه له ۲۰ تر ۳۰ مترو پورې ښکته شوې ده.
په لوګر ولایت کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو اووه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ ولایت په دولتاباد، شولګره او بلخ ولسوالیو کې د ۱۲۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کابل یو اوسېدونکی ۲۳ کلن ځوان چې له خپلو ملګرو سره کاپیسا ته تللی و، د دغه ولایت په ګلبهار سیمه کې په سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۳۸ کسان د سیندونو او نهرونو په اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، پروان کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې او زابل کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پژواک موندنې ښیي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۵۰ کسان چې ۹۰ سلنه یې ځوانان او ماشومان دي، په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP