Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، امنیتي مسوولین دې د لوی اختر په شپو ورځو کې د پټاقیو پر پېر او پلور دې کلک بنديز ولګوي.
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې چې دوی يې د ورکړې توان نه لري
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې هوايي ډګر شته خو له دوو کلونو راهیسې تر کابل ته ملکي الوتنې نه کېږي.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او د دغه بند د رغولو کارونه نیمګړي پاتې دي.
د بامیان د پنجاب او ورس ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له ټيټ کیفیت او په کلینیکونو کې د درملو له کمښته شکایت کوي او وايي، د دغې ستونزې له امله په ځینو مواردو کې ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د تېلو له ټيټ کيفيته شکايت کوي چې د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېر يوه کال کې يې زر ټانکره بېکيفيته تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته ور ګرځولي دي.
تالقان (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د تخار د ځینو لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي
په پنجشېر کې زرګونه هغه کورنۍ چې تېر کال یې یو یا څو ځلې بشري مرستې ترلاسه کړې وايي، دغو مرستو د دوی پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی دی؛ خو بلخوا بیا یو شمېر نورې کورنۍ د مرستو له نه ترلاسه کولو شکایت لري.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د ځمکو، جلغوزو او موټرونو په څېر يو شمېر لویې سوداګریزې معاملې د افغانيو پر ځای په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP