ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ځیني اوسېدونکي: سوداګریزې معاملې دې د کلدارو پر ځای په افغانیو وشي

د خوست ځیني اوسېدونکي: سوداګریزې معاملې دې د کلدارو پر ځای په افغانیو وشي

author avatar
2 Apr 2023 - 12:34
د خوست ځیني اوسېدونکي: سوداګریزې معاملې دې د کلدارو پر ځای په افغانیو وشي
author avatar
2 Apr 2023 - 12:34

خوست ښار (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د ځمکو، جلغوزو او موټرونو په څېر يو شمېر لویې سوداګریزې معاملې د افغانيو پر ځای په پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.

دوی له سوداګرو غوښتنه کوي چې ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې دې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانیو ترسره کړي، څو ارزښت یې پر خپل ځای ساتل شوی وي.

د خوست اوسېدونکي ذبيح‌الله پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې ډېری لوی کاروبارونه په پاکستانۍ کلدارو کېږي چې خلکو ته يې ډېرې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه وايي: «يو شی په کلدارو په يو رېټ وي، په افغانيو بل رېټ وي. دلته چې موږ کله د خلبيسات ميلې ته راځو، اکثره سوداګانې په کلدارو کېږي، غټې سوداوې خو ټولې په کلدارو دي، حتی واړه شيان هم درته په کلدارو اړوي.»

نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په یاد ولايت کې په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه بنده کړي.

دغه‌راز د خوست يو بل اوسېدونکی ضياالله بيا وايي، که په لویو کاروبارونو کې راکړه ورکړه همداسې په پاکستانۍ کلدارو دوام وکړي، نو افغانۍ به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل اوسنی ارزښت له لاسه ورکړي.

نوموړي پژواک ته وويل: «له حکومته مو غوښتنه دا ده چې خلک اړ کړي څو د کلدارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه وکړي، تر څو د افغانيو سټېج په نړۍوال مقام کې همدارنګه ساتل شوی وي.»

په ورته مهال، یو شمېر د موټرو او جلغوزيو سوداګر بيا وايي چې دوى توکي په کلدارو پېري، نو ځکه يې بېرته په کلدارو پلوري.

د خوست ښار يوه موټرپلورونکي انورالله محبت پژواک ته وويل، دوی په کندهار، هرات او هلمند ولايتونو کې موټر په کلدارو اخلي، نو اړ دي چې په خوست کې يې هم په کلدارو وپلوري.

هغه پژواک ته وويل، دوی هم نه غواړي چې د خپلو پیسو پر ځای بهرني اسعار وکاروي، خو زياتوي چې دغه کار له مجبوريته کوي.

همدارنګه د جلغوزیو يو سوداګر سميع‌الله وايي، د لويې پکتيا ډېر جلغوزي پاکستان ته وړل کېږي، نو ځکه يې دوی هم له کروندګرو په پاکستانۍ کلدارو پېري.

هغه وايي، که حکومت د دوى د کاروبار لپاره له پاکستان پرته بل هېواد پيدا کړي، نو دغه ستونزه په ډېره اسانه هوارېدلې شي.

په دې اړه د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبيراحمد عثماني بيا وايي، د حکومت له خوا ټولو سوداګرو ته ويل شوي چې کاروبار دې په افغانيو ترسره کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه مسله دوی جدي نيولې او په ټوله معنا هڅه کوي چې په بهرنيو پيسو د راکړې ورکړې مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه: «موږ مجبور یو چې د دوی مخه ونیسو، خو که چېرته دوی دې چارې ته دوام ورکړي، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه به د دوی په مورد کې لازم اقدام وکړي.»

که څه هم حکومت په بهرنيو اثارو راکړه ورکړه بنده کړې، خو د خوست ترڅنګ په کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې لا هم لويې سوداګریزې معاملې په کلدارو ترسره کېږي.

Visits: 643

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.