منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

بدخشان

۲۵۱ راپورونه

راپورونه

بدخشان کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.

سختې لارې او د روغتیايي امکاناتو کمښت؛ کران‌ومنجان کې د میندواره مېرمنو جدي ستونزې

د بدخشان ولایت د کران‌ومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.

مسوولین: د بدخشان – نورستان مواصلاتي لارې جوړولو چارې نږدې ۶۰ سلنه مخې ته تللې

د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کران‌ومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمال‌ختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.

د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د بدخشان د لسو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي په دغو ولسوالیو کې د روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي او وایي، لازمو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره اړ دي څو په سختو لارو اوږد مزل وکړي چې له امله یې ځیني وخت ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

غړي

مسوولین: بدخشان کې روان کال ۹۵ پروژې پلې شوې او یا د پلې کېدو په حال کې دي

د بدخشان ځایي مسوولین وایي، روان لمریز کال په دغه ولایت  کې د څه باندې ۲،۷ میلیارد افغانیو په لګښت ۹۵ پرمختیایي پروژې پلې شوې او یا د پلې کېدو په حال کې دي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې د دې ترڅنګ دې لویې بنسټیزې پروژې هم پلې شي.

نور راپورونه