منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۱ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

تاجکستان

۷۳ راپورونه

راپورونه

غړي

چین غواړي د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي

کابل کې د چین سفیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې پلان لري چې د تاجکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او راتلونکې ډسمبر میاشت به چین ته د افغانستان پر صادراتو مالیه هم معاف شي.

غړي

د ټولیز امنیت سازمان: له تاجکستان سره د افغانستان د پولو امنیت ټینګښت لپاره هڅې روانې دي

د ټولیز امنیت تړون سازمان وايي، له تاجکستان سره د افغانستان د پولو ځینو برخو امنیت ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او ټاکل شوې ده چې دغه سازمان د روان کال په جولای میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو امنیت ټینګښت طرحه اجرايي کړي خو ا.ا وايي چې افغانستان امن دی او هیڅ هېواد باید اندېښنه ونه لري.

غړي

 د هرات امنیتي غونډه تاجکستان کې پیل شوه

د هرات د دوه ورځنۍ امنیتي ناستې یوولسمه غونډه د «افغانستان ته بیا کتنه؛ بېلابېلې تګلارې» تر سرلیک لاندې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.

غړي

د ایران ولسمشر تاجکستان ته ولاړ

د راپورونو پر بنسټ، د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د خپل تاجکستاني سیال امام‌علي رحمان به رسمي بلنه دوشنبې ته روان شوی دی.

بدخشان کې سوداګرې: له تاجکستان سره د ګډ بازارګي پرانیستو زموږ د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی

د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یو شمېر سوداګرې وايي، که څه ‌هم چې د ملي او نړۍوالو موسسو له لوري هیڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې، خو له تاجکستان سره پر پوله د دې ولسوالۍ د ګډ بازارګي پرانیستو یې د لاسي صنایعو بازار غوړولی دی.

نور راپورونه