ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تاجکستان د افغانستان جودو ټیم ته ویزې ور نه‌کړې

تاجکستان د افغانستان جودو ټیم ته ویزې ور نه‌کړې

author avatar
4 Jun 2023 - 18:02
تاجکستان د افغانستان جودو ټیم ته ویزې ور نه‌کړې
author avatar
4 Jun 2023 - 18:02

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د جودو فدراسیون رییس وایي، د تاجکستان په کوربه‌توب د جودو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه افغان ورزشکارانو ته د دغه هېواد ویزې نه دي ورکړل شوې.

د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د تاجکستان په کوربه‌توب د روانې جون میاشتې په دویمه نېټه پیل شوې او نن به پای ته ورسېږي چې له ۴۰ هېوادونو څخه شاوخوا ۳۰۰ د جودو ورزشکارانو پکې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیح‌الله نظري پژواک ته وویل: «دغو سیالیو لپاره مونږ ۱۲ کسیز ټیم و چې تاجکستان ته تللو، خو متاسفانه نظر د هغو مشکلاتو چې د تاجکستان دولت درلود او د وخت د کموالي له امله یې مونږ ته ویزې رانه کړې او مونږ له دغو مسابقو پاتې شو.»

هغه وایي چې په یادو سیالیو کې دوى د جودو نړۍوال فدراسیون په غوښتنه ګډون کاوه.

نوموړي دا هم وویل چې په راتلونکو شاوخوا دوو اونیو کې به د جودو اووه لوبغاړي د قزاقستان په کوربه‌توب د دغې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

 

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.