منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۳ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

سېلابونو

۱۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

اوچا: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

د م.م د بشري مرستو همغږۍ کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په ټول افغانستان کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې او دغه راز له ۵۴۰ څخه ډېر کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.

غړي

د اوبو او برېښنا وزارت د سېلابونو راوتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو خبردارۍ ورکړی

د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو درېیو ورځو لپاره د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو، نسبتاٌ سختې واورې ورېدو، سېلابونو له راوتلو او د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.

غړي

لغمان کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې د تېرې شپې ږلۍ او باران اورښت او د سېلابونو راوتلو له…

غړي

 هلمند کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي

د هلمند مسوولین وايي، پرون په دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله درې ماشومان مړه شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پرون (د…

غړي

سېلابونو تېرو څلورو ورځو کې د هېواد په کچه ۱۰۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د سېلابونو راوتلو له امله د ټول هېواد په کچه ۳۱ کسان مړه، ۴۱ کسان نادرکه، ۷۴ کسان ژوبل او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

غړي

غزني کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

غزني کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي چې له امله يې سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې…

غړي

پکتیا کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي، له دوو ورځو راهیسې د دغه ولايت په درېیو ولسوالیو کې باران او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

غړي

نورستان کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي 

د نورستان ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د بارانونو دو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ځاني او مالي زيانونه اوښتي او دغه راز کامدېش او برګمټال ته غځېدلى سړک هم تخریب او د ترافیکو په مخ تړل شوی دی.

نور راپورونه