سمنګان کې د خوارځواکو ماشومانو پر ډېرېدو اندېښنه؛ تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹ ماشومان له خوارځواکۍ مړه شوي
د سمنګان روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي.
























