ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د ماشومانو معیوب زېږېدو مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ له نږدې خپلوانو سره له واده کولو ډډه وشي

ډاکټران: د ماشومانو معیوب زېږېدو مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ له نږدې خپلوانو سره له واده کولو ډډه وشي

author avatar
18 Oct 2023 - 16:00
ډاکټران: د ماشومانو معیوب زېږېدو مخنیوي لپاره دې د نورو مواردو ترڅنګ له نږدې خپلوانو سره له واده کولو ډډه وشي
author avatar
18 Oct 2023 - 16:00

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): ډ‌اکټران د ماشومانو معیوب زېږېدو مخنیوي لپاره د امېدوارۍ وخت کې د جدي مراقبت او په خپل ‌سر د درملو نه خوړو توصیه کوي او دغه راز زیاتوي چې له نږدې خپلوانو سره له واده کولو دې هم ډډه وشي.

که څه‌‌ هم د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې سوءشکل زېږېدلو ماشومانو کره شمېر په اړه معلومات نه ورکوي خو په کابل ښار کې د نسايي ولادي یوه شخصي روغتون له لوري ورکړل شوي معلومات ښيي چې په یو کال کې لسګونه دغه ډول ماشومان زېږېدلي دي.

سوءشکل څه دی او ولې یوه مور له دې ستونزې سره مخ کېږي؟

کابل ښار کې د ملالۍ زېږنتون رییسې ډاکټرې ملالۍ رحیم فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د زېږون پر مهال د ماشوم په بدن کې نیمګړتیاوې، هغه که داخلي یا خارجي غړو کې وي، د نقیصې په نوم یادیږي چې ځیني یې په سترګو لیدل کېږي خو یو شمېر نورې چې داخلي دي، لکه د زېږون پر مهال د زړه ناروغي او په سر کې د تومور شتون.»

فیضي زیاته کړه، دغه راز شکر، د زړه ناروغي، لوړ فشار، جنټیکي او ارثي ستونزې او د مناسبو خوړو نشتوالی د ماشومانو معیوب زېږېدو عمده لاملونو دي.

هغې وویل: «په ولادي نقیصو کې د فولیک‌اسید کمښت هم رول لري، میندې دې له امیدوارۍ مخکې او وروسته له فولیک‌اسید درملو استفاده وکړي.»

هغې د مور او پلار عمر هم له دې ستونزې سره تړلی وباله او زیاته یې کړه، له ۱۸ کلنۍ مخکې او له ۳۵ کلنۍ وروسته د حمل اخیستل هم ښايي د سوءشکل ماشومانو زېږېدو لامل شي.

هغې له حمل اخیستو مخکې او د اميدوارۍ پر مهال ‎د مور پر مراقبت‎ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «کله چې یوه مور غواړي حمل واخلي، باید د نسایي ولادي یوې ډاکټرې تر مراقبت لاندې وي؛ ځکه چې هغه د مور له عمر، د وینې له ګروپ، د وینې له کچې، له روغتیایي ستونزو او نورو ځانګړنو خبر وي.»

هغې له حمل مخکې د ډاکتر مشوره اړینه وبلله ‎او زياته يې کړه: «په ټوله کې موږ داسې کورنۍ نه لرو چې وغواړي حمل واخلي او له ډاکتر سره مشوره وکړي او ځيني معاينات بشپړ کړي، څو ډاکټر ورته ووايي چې یوه مور باید د امیدوارۍ پر مهال کوم څه پام کې ونیسي.‎»

په روغتون کې څومره سوءشکل ‎زېږېدلي ماشومان ثبت شوي؟

ډاکټره فيضي په دې اړه وايي، په ١٤٠١ کال کې په دغه روغتون کې ١٣٩ سوءشکل ‎ماشومان زېږېدلي چې له دې ډلې پنځه يې مړه شوي وو خو د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې یې د سوءشکل ‎ماشومانو ٨٥ پېښې ثبت کړې دي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سوءشکل ماشومانو د زېږون په شمېر کې بدلون راغلی کنه؟ وویل: «د نورو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون نه دی راغلی؛ یعنې مخکې مو هم دا ډول پېښې درلودې او اوس هم، بدلون نه دی راغلی.»

ډاکټر فيضي د هېواد په کچه په معیوبه بڼه د زېږېدلو ماشومانو د ټولیز شمېر په اړه معلومات نه درلودل.

په همدې حال کې، د نسايي ولادي برخې متخصصې او د افغانستان د نسايي ولادي ټولنې رییسې ډاکتر نجم‌السما شفاجو پژواک خبري اژانس ته وويل، په افغانستان کې په دې اړه څېړنه نه ‌ده شوې چې د زېږېدلو سوءشکل ماشومانو څومره دی او په کلني ډول څومره سوءشکل ماشومان زېږي خو دغه ستونزه په ټول هېواد که شته.»

هغې زياته کړه: «په ډېر کم یا ډېر زیات عمر کې واده کول، خپله د شخص او د کورنۍ د غړي له لوري سګرټ څکول، په خپل‌سر د ځينو درملو کارول، ځيني مکروبونه لکه د وينې میکروب او دغه راز له نږدې خپلوانو سره واده کول د ولادي نقصې لامل کېږي.»

ډاکټر نجم‌السما ټینګار وکړ او ویي ویل: «ډېری داسې جوړې شته چې د وینې ګروپونه یې یو شان وي چې دا یوه ولادي نقیصه ده، یا هم برعکس ښايي نقیصه ونه لري، ټینګار کوم چې یوازې د وینې معاینه کول د دې لامل نه کېږي څو د نږدې خپلوانو د واده کولو یا نه کولو په اړه نظر ورکړو.»

هغې ​​څرګنده کړه چې د ټلوېزیوني معایناتو ترسره کول، کولای شي ولادي نیمګړتیاوې تشخیص کړي، خو د دغو نیمګړتیاوو تشخیص تل شونی نه دی.‎

د هغه په ​​خبره، دیابت، د وينې لوړ او نه کنټرولېدونکی فشار هم د ولادي سوءشکل لامل ګرځي.

هغې د بدن د اوسپنې کمښت هم د ولادي سوءشکل لامل وباله او زیاته یې کړه: «هغه مېرمنې چې د فولیک‌اسید له کمښت سره مخ دي، ښايي داسې ماشومان وزېږوي چې شونډې او تالو یې چاک، پښې یې کږې وي، تومور ولري یا هم په سر کې یې اوبه وي، خو که له حمل مخکې او د امېدوارۍ پر مهال فولیک‌اسید وخوري، نو په هغه صورت کې د دغو ستونزو مخنیوی ممکن دی.»

نوموړې سپارښتنه وکړه چې ټولې مېرمنې باید له امېدوارۍ شپږ مياشتې مخکې فوليک‌اسيد واخلي، یا یې دې درې مياشتې مخکې استفاده کړي او له هغه وروسته دې د حمل اخیستو پرېکړه وکړي، څو د سوءشکل ماشومانو له زېږېدو مخنیوی وشي.

شفاجو وویل، هغه درمل چې د ډاکټر له لوري توصیه کېږي،‎ ‎باید په منظمه توګه وخوړل شي او امېدواره ښځې ‎باید له خپګان او د اېکسرې له شعاعو ځان لرې وساتي؛ د امېدوارۍ دورې واکسین باید په منظم ډول تطبیق شي.

د زېږېدلو معیوب ماشومانو میندې

د کابل ښار د قلعه ‌زمان‌خان اوسېدونکې او د يوې څلور کلنې معیوبې زېږېدلې ماشومې مور حليمې پژواک ته وويل: «لور مې سعديه څلور کاله مخکې پیدا شوه، له هغه وخته نورمال وضعیت کې نه ده، کله مې چې زېږون کاوه، ډاکټرانو مصنوعي درد راکړ، هغه ‎مصنوعي درد زما پر ماشوم بد اغېز وکړ ‎او سم تنفس یې نه شو کولای.»‎

د هغې په ​​خبره، لور يې اوس څلور کلنه ده خو ګرځېدلی نه شي او نه هم خبرې کولای شي.

هغه وايي، له يو کال راهيسې يې خپله لور د معلولو ماشومانو په یوه ځانګړي ښوونځي کې شامله کړې، څو فزيوتراپي واخلي، که وشي وګرځي او خبرې وکړي.

دغه راز د کابل هوايي ډګر سيمې اوسېدونکې نادره هم يوه له هغو ميندو ده چې ماشوم يې معیوب زېږېدلی او اوس یې په ډېر کړاو پالنه کوي.

هغې پژواک ته وويل: «زوی مې اووه کاله مخکې پیدا شو، نه ګرځېدلی شي او نه خبرې کولاى شي، هر څومره مو چې درملنه وکړه، ګټه یې ونه کړه.»

هغه د خپل ماشوم معیوب زېږېدو په علت نه پوهېږي خو وايي چې دوه نور ماشومان یې روغ دي.

Views: 151

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.