متقي د ګاونډيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.






















