منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مرستو

۱۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې

د بشري مرستو لپاره د اروپایي کمیسیون سېمه‌ییز مدیر وایي، په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

غړي

ډاکټر عبدالله د سېلاب‌ځپلو لپاره د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه

د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلاب‌ځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.

غړي

مولوي عبدالکبیر په ولایتونو کې له روغتونونو سره د سره صلیب مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه وکړه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون د اسیا پسیفیک څانګې له مسوول سره په لیدنه کې په یو شمېر ولایتونو کې له روغتونونو سره د دغو ادارو د مرستو د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.

غړي

ډبلیواېف‌پي: راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشري مرستو دوام لپاره سلګونه میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

غړي

ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي

ننګرهار کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، روان ژمي کې د سرپناه نشتوالي، د اولادونو ناروغيو او بېکارۍ يې د ژوند شپې ورځې ور ترخې کړې او له حکومته غوښتنه کوي چې مرسته ورسره وکړي.

د باغیس یو شمېر اوسېدونکو د بشري مرستو د عادلانه وېش غوښتنه وکړه ‎

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ولایت کې بشري مرستې په غیرعادلانه ډول وېشل کېږي، ‎خو مسوولین وايي چې تر اوسه یې په دې اړه کوم شکایت نه دی ثبت کړی او د سرغړوونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

هلمند کې یو شمېر کوچیان د مرستو غوښتنه کوي

هلمند کې مېشت یو شمېر کوچیان د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي او وايي چې د وروستیو وچکالیو له امله يې خپله ډېره برخه مالداري له لاسه ورکړې او اوس د دې توان نه لري چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

غړي

د م‌.م امنيت شورا ځانګړي استازي له افغان کډوالو سره د دوامداره مرستو ژمنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مرستيال ځانګړي استازي د ننګرهار ولايت اړوند تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت ليدنې پر مهال له هغوی سره د اوږدمهاله او لنډمهاله مرستو ژمنه وکړه.

غړي

د کډوالو چارو سرپرست وزیر: کېدونکې مرستې تر ډېره د موسسو اداري برخو کې لګېږي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، له افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي، خو مثمره پایله یې نه تر سترګو کېږي، مرستې د موسسو په اداري لګښتونو او بې‌ضرورته پروژو مصرفېږي.

نور راپورونه