نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی کمپ جوړ شو
د نیمروز ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی کمپ جوړ شو چې د ۲۱ زره کسانو ځایولو وړتیا لري. د یادونې ده، دغه کمپ نن (پنجشنبه، ۲۴ تله) د ورېښمو…
د نیمروز ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې راستنېدونکو کډوالو ته نوی کمپ جوړ شو چې د ۲۱ زره کسانو ځایولو وړتیا لري. د یادونې ده، دغه کمپ نن (پنجشنبه، ۲۴ تله) د ورېښمو…
نیمروز کې د لاسي صنایعو تولیدوونکې یو شمېر ښځې بازار ته د مستقیم لاسرسي له نه درلودو او د ډېر زیار په نتیجه کې د کم عاید له ترلاسه کولو شکایت کوي او له اسلامي…
نیمروز کې یو شمېر ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله پر رواني ستونزو اخته شوې، په دغه ولایت کې د رواندرملنې خدمتونو له کمښته شکایت کوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی…
نیمروز چې د اقلیمي بدلونونو له امله پهکې ورښتونه کم کېږي او ډېری ځمکې یې وچې او شګلنې دي، یو شمېر اوسېدونکي یې وايي، ۱۲۰ ورځنیو موسمي بادونو یې پر ژوند او چارو بد اغېز کړی دی.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار ښاروالۍ د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتر سړک پخولو چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشهيي او ۳۲ ټنه تاریختېر خوراکي توکو او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.
په داسې حال کې چې په نیمروز کې وچکالیو کرنې ته سخت زیان اړولی، په وروستیو کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو څاڅکي سیسټم ته په مخې کولو سره خپلې وچې ځمکې بیا راژوندۍ او پر شنو کروندو یې بدلې کړې دي.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت له مرکز زرنج ښاره شاوخوا ۸۰ سلنه روږدي ټول او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي؛ بلخوا درملنه شوي کسان او شنونکي دغه پروګرام د امنیت راتلو او د ښار د ښکلا اصلي لامل او اغېزناک بولي.
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بایناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.
نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.
د نیمروز امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د «میټاډون» نږدې شپږ میلیونه ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي او د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
«بایناز» د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو لري پروت کلی دی؛ هغه ځای چې د ګوتو په شمېر څو کورنۍ ژوند په کې کوي. د دغه کلي اوسېدونکي لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.
په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.
د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې.
ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
د کمال خان بند اوبو له خوشې کېدو وروسته د دغه ولایت کروندګر خوښ دي او هیله څرګندوي چې راروان کال کې به یې کښت ښه او حاصلات ډېر وي.
د نیمروز امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د انساني قاچاق په تور د ۱۵ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ۳۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهیي توکو او د نشهیي توکو د تولید یوې کارخونې د له منځه وړو خبر ورکړی دی.
نیمروز کې یو شمېر بېسرپرسته او بېوزلي ماشومان چې له کثافاتو د توکو ټولولو له لارې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي، له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نشې د څه باندې ۸۰۰ زره ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په ځینو درملتونونو کې د بېکیفیته درملو له موجودیته شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې اړه یې ځیني اقدامات کړي دي.