هرات کې د ترکیې له زلزلهځپلو سره د همدردۍ په موخه هنري نندارتون جوړ شو
په هرات ولایت کې د یو شمېر فرهنګیانو له خوا د ترکیې او سوریې له زلزلهځپلو سره د همدردۍ او همدلۍ تر عنوان لاندې درې ورځنی هنري نندارتون جوړ شو.
په هرات ولایت کې د یو شمېر فرهنګیانو له خوا د ترکیې او سوریې له زلزلهځپلو سره د همدردۍ او همدلۍ تر عنوان لاندې درې ورځنی هنري نندارتون جوړ شو.
په هرات کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، د معتادینو د بېرته روږدېدو مخنيوي لپاره يې ورته د کارموندنې هڅې پیل کړې دي.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې نن سهار په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې دوه وسلهوال غله ووژل شول.
په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، هرات کې د واټونو پر غاړو پلورونکي چې ډېری یې ځوانان دي، ډېر شوي دي.
د مالیې وزارت وایي، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلي او دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښيي.
د هرات امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې یوه ښځه د خسره له کوره د پیسو د غلا په تور نیولې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هرات د سوداګرو له لوري د ترکیې له زلزلهځپلو سره د څه باندې ۵۰ زره ډالرو مرسته وشوه. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټويټرپاڼه کې…
د هرات د لیلامۍ واټ غرفهلرونکي د خپلو غرفو له لوړې کرایې شکایت لري او وایي، د کار نشتوالي له امله نه شي کولای چې د غرفو کرایه ورکړي.
په هرات کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین او استادان وايي، په داسې حال کې چې په دغو پوهنتونونو کې د محصلینو جذبولو لپاره د نوملیکنې بهیر پیل شوی، خو دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، د تېرو څو ورځو په ترڅ کې یې د هرات ښار په کچه شاوخوا ۴۵۰۰ روږدي راټول کړي دي.
په هرات کې د یو شمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولین او استادان وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې خصوصي کورسونو او ښوونیزو مرکزونو خپل زدهکوونکي له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې له رکود سره مخ دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هرات ولایت ته په سفر کې ویلي چې له سوداګرو او متشبثینو ملاتړ کوي او ستونزو ته به یې ډېر ژر رسېدنه وشي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۲۴ ټانکر بېکیفیته ډېزل یې د هرات له اسلامکلا بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي. د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) پر خپله ټوېټرپاڼه…
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي هرات ته د سفر پر مهال ویلي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت د ټولو تاریخي ابدو خوندیتوب په موخه ساتونکي وګومارل شي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سپیانو داړلو پېښې ډېرې شوې چې یوازې په تېرو یولسو میاشتو کې ۹۳۰ پېښې په دغه روغتون کې ثبت شوې دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې تاریخي ابدې د تېرو جنګونو او د پخوانیو حکومتونو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي او له حکومته غواړي چې د رغونې او ساتنې برخه کې یې اقدام وکړي.
د هریرود سیند فرعي حوزې مسوولین وایي، د سلما بند د اوبو کچې د تشخیص او همداراز د څارنې او ساتنې چارې د ۹،۲ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د هرات سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن او خواښې وژلې دي.
په هرات کې ځيني معلولین له خپل خراب اقتصادي وضعیته شکایت لري او وایي، په اوسنیو شرایطو کې چې ډېری یې د خپلو کورنیو نفقهراوړونکي دي، د کار نشتوالي له له سختو ستونزو سره مخ…
د هرات سیمهییزې سرچینې وايي، په تېرو ۱۵ وروځو کې د دغه ولایت له واټونو لږ تر لږه څلور زره پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي.
د هرات حکومتي مسوولین وايي، سږ کال د ژمي له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې پر نشهیي توکو روږدي ٤٥ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده.
په هرات ولایت کې یو شمېر نجونې وايي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له رواني ستونزو سره مخ کړې دي. دوی غواړي چې ژر تر ژره…