ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې خصوصي ښوونیز مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

هرات کې خصوصي ښوونیز مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
6 Feb 2023 - 15:19
هرات کې خصوصي ښوونیز مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
6 Feb 2023 - 15:19

هرات ښار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): په هرات کې د یو شمېر خصوصي ښوونیزو مرکزونو مسوولین او استادان وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې خصوصي کورسونو او ښوونیزو مرکزونو خپل زده‌کوونکي له لاسه ورکړي او د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په هرات کې د «عطايي ښوونیز مرکز» مسوول زمري مختار بارکزي پژواک اژانس ته وویل، د کورسونو ۵۰ سلنه زده‌کوونکي نجونې وې چې نشتوالي یې د زده‌کړې مرکزونو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.

هغه ناوړه اقتصادي وضعیت هم په دغو مرکزونو کې د نارینه زده‌کوونکو د کموالی یو لامل وباله.‎

په ورته مهال، په یاد ولايت کې د یوه ښوونيز مرکز استاد محمد ايوب په زده‌کوونکو کې د انګېزې نشتوالي خبره کوي او وايي، د نجونو د ښوونځيو او زده‌کړې مرکزونو له تړلو سره د هلکانو ترمنځ هم د درس وېلو انګېزه کمه شوې ده.

هغه وايي، دا مهال له اووم ټولګي پورته زده‌کوونکي بې‌انګېزې شوي او په ورته وخت کې يې شمېر هم ورځ  تربلې په کمېدو دی.

خو يو شمېر زده‌کوونکي چې په ښوونيزو مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت دي، له پژواک خبرې اژانس سره په خبرو کې وايي چې له اقتصادي ستونزو سره سره غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او ښه راتلونکي ته هیله‌مند دي.

خو دوی د نجونو ښوونځیو پر تړل کېدو اندېښنه ښيي او وايي، نجونو ته هم باید په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د زده‌کړې فرصت برابر شي.

له دوولسم ټولګي فارغ او د کانکور د چمتووالي کورس یو زده‌‌کوونکى عبدالجليل وايي، په پوهنتونونو او کانکور کې د نجونو شتون د هلکانو او نجونو ترمنځ علمي سیالي لا پیاوړې کوي.

بل‌خوا، د ښوونیزو مرکزونو د اتحادیې رییس محمدعارف رامش د ۳۰ سلنه ښوونیزو مرکزونو د سقوط یا تړل کېدو خبر ورکوي او وایي، یوازې په سږني ژمي کې په دغه ښار کې له ۱۲۴ کورسونو ۳۰ سلنه یې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د پاتې ٧٠ سلنه کورسونو وضعیت هم خراب دی او که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي د ژمي په پای ته رسېدو یې د زده‌کوونکو شمېر کم شي او فعاليتونه يې ودرېږي.

هغه د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل، زياته ماليې، د لوحو لوړه مالیه او د ډېرې کرايي ورکړه د ښوونيزو مرکزونو له عمده ستونزو بولي.

بل لور ته، د هرات ولايت د پوهنې رييس مولوي عبدالله اميني هم پژواک ته تاییدوي چې ښوونيز مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

دى وايي،‎ د يادو ښوونیزو مرکزونو ستونزې يې په ليکلې بڼه له وزارت سره شریکې کړې، خو تر اوسه يې له مرکزه کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو ته د یوه مکتوب په استولو امر کړی چې ښوونیز مرکزونه دې هم د ښوونځيو په څېر د نجونو پر مخ وتړل شي.

له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم په نوي کال کې د حکومت له لوري د هغوی د ښوونځیو د دروازو پرانیستلو په تمه دي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.