منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۸ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پنجشېر

۱۶۹ راپورونه

راپورونه

غړي

م.م پنجشېر کې د کانونو، کرنې او ګرځندوی برخو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، دغه سازمان چمتو دی څو په پنجشېر کې د کانونو، کرنې، چاپېریال‌ساتنې، ګرځندوی صنعت، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ښه کېدو برخو کې همکاري وکړي.

پنجشېر کې یو شمېر کوژدن ځوانان د ډېر ولور له امله ودونه نه شي کولای

پنجشېر کې یو شمېر خلک لوړ ولور ته اندېښمن دي او وايي، دې ستونزې د یو شمېر ځوانانو د واده مخه نیولې ده. هغوی له عالمانو غواړي چې د لمانځه په خطبو کې دا ستونزه یاده او د دیني لارښوونو له مخې د ولور کمولو لپاره حل‌لارې وړاندې کړي.

غړي

د پنجشېر ۲۶۰۴ قیراطه نور زمرد وپلورل شول

د پنجشېر د کانونو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له کانونو د استخراج شوو زمردو په پنځه‌ویشتمه داوطلبۍ کې ۲۶۰۴ قیراطه زمرد په ۳۳۵ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

نور راپورونه