Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ګردیز (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۴): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې له پاکستان څخه قاچاق کېدونکې ٤٤ میله وسلې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ
کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې په پکتیا ولایت کې د «نښتر» دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه. د اطلاعاتو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، «د پکتيا ولايت امنیتي ځواکونو هغه قاتل نیولی چې یو تن هېوادوال یې په مرموز ډول وژلی و.»
سترې محکمې ویلي چې په لغمان او پکتیا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
پکتیا کې د شاتو مچیو یو شمېر فارملرونکي خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې کورني شاتو ته د بازارموندنې او د هغو د صادراتو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
پکتیا کې د شیدو غواګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالي او په بازار کې د پوډري شیدو او بېکیفیته لبنیاتو شتون د دوی د تولیداتو بازار خراب کړی او کاروبار یې له سقوط سره مخ دی.
د پکتیا په دولتي ښارګوټي کې راستنو شویو سلګونو کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه، او دغه راز د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دغه ولایت کې کډوالو لپاره د یوه بل ښارګوټي جوړولو چارې هم پیل شوې.
د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د مسوولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
پکتیا کې یو شمېر هغه کروندګر چې شنې خونې یې جوړې کړې، د خپلو دغو خونو له حاصلاتو خوښ دي خو وايي چې حکومت او اړوند موسسې دې د مسلکي کسانو د روزنې او نباتي ناروغیو مخنیوي برخو کې مرسته ورسره وکړي.
د پکتیا د احمدخېلو او ډنډپټان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د ژوند ډېرو لومړنیو اسانتیاوو ته سم لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP