منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۶ غ.و
۱۶°ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کابل ښار

۳۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

له کابل ښاره څه باندې ۱۰۱۰۰ سوالګر ټول کړل شوي

د سوالګرو راټولولو لړۍ له پیله تر اوسه، له کابل ښاره ۱۰۱۵۰ سوالګر راټول کړل شوي؛ له دې ډلې تر ۶۳ سلنه ډېر یې حرفه‌یي سوالګر دي چې د سوالګرو ټولولو کمېټې د پرېکړې له مخې، دغه کسان د سوال کولو حق نه لري او د دغه کار د بیا تکرار په صورت کې به مجازات شي.

غړي

کابل ښار کې چاودنه شوې

د کابل ښار د ۱۳مې امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې چاودنه شوې. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور چاودنه تاییدوي خو زياتوي چې په اړه به يې جزييات وروسته خپاره شي.…

غړي

کابل ښار کې د چاودنې غږ واورېدل شو

سرچينې وايي، د کابل ښار د خیرخانې سيمې په «پنجصد فاميليو» کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو مسوولینو يې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

غړي

صنعتګرو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه

د کابل ښار صنعتګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د برېښنا او دایمي ځای له نشتوالي شکایت وکړ او له سرپرست حکومته یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وکړي. د…

غړي

«تېره یوه میاشت کې د لسګونه ناقانونه درملتونونو فعالیت درول شوی»

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.

«له سیاسي بدلون وروسته، ډېر موټرلرونکي په خپلو موټرونو کې کلمه طیبه او د قران مجید ایاتونه نصبوي»

په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلیمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.

نور راپورونه