ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندۍ بورې بیه ټيټه شوې

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندۍ بورې بیه ټيټه شوې

author avatar
17 Sep 2022 - 15:56
کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندۍ بورې بیه ټيټه شوې
author avatar
17 Sep 2022 - 15:56

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د قزاقي اوړو، مالیزیایي غوړیو، پاکستانۍ وریجو او پټرولو بیې لوړې شوې، خو د هندۍ بورې بیه تیټه شوې ده.
د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یوه لیتر پټرول بیه له ۸۴ څخه ۸۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر یو لیټر ډیزل تېل په ۱۰۴ افغانۍ پلورل کېږي.
همدارنګه د کابل په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي، نن لکه تېرې اووه ورځې د یوه کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۸ افغانۍ ده.
په خوراکي توکو کې د اوړو، وریجو او غوړیو بیې لوړې شوې دی.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده پلور بیه له ۲۴۵۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته، د ۱۶ لیټره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۹۵۰ افغانیو څخه ۲۰۵۰ افغانیو ته او د ۵/۲۴ کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه له ۳۰۰۰ افغانیو څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، د پولو او ترانزیټي لارو د بندېدو له امله د قزاقي اوړو او مالیزیایي غوړیو بیې لوړې شوې دي؛ خو د پاکستانۍ وریجو بيې له دې امله چې د دغه هېواد په بازراونو کې لوړې شوې، نو د افغانستان په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.
خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرو اووه ورځو په پرتله، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۱۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، خو نن لکه تېره شنبه، د یوه کیلوګرام افریقایي تور چای عمده بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
په ځینو برخو کې د ځینو توکو پرچون بیې له عمده بیو سره یې ډېر کم، خو په ځینو نورو برخو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړه په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۲۴کیلوګرام پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۳۲۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرام هندي بوره په ۳۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړي په ۲۱۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای په ۴۵۰ افغانیو دي.د سرو زرو بیې ثابتې پاتې دي.
د کابل ښار په لېسې مریم بازار کې د سرو زرو يوه پلورونکي محمدجاوېد وويل، نن لکه تېرې اووه ورځې، يو ګرام عربي۷۵۰ عیار سره زر په ٤١٠٠ افغانۍ او يو ګرام روسي ۵۸۵ عیار سره زر په ۳۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په سرای شهزاده کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۴۰/۸۸ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۷۰ افغانیو تبادله کېږي.
د وږي په ۱۹مه، د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۸ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۸۰ افغانیو تبادله کېدې.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.