Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستې پر مهال وویل، د ا.ا له راتګ وروسته تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې او افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
کابل کې د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا تخصصي مرکز؛ هغه ځای چې پر اوتیسم اخته لسګونه ماشومان او هغه لویان چې له مغزي سکتې وروسته له ستونزو سره مخ شوي، ادراکي لوبې او د خبرې کولو مهارتونه پهکې زده کوي.
په داسې حال کې چې کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي خو د خوارکي توکو بیو کې بدلون نهدی راغلی.
د زلمي خلیلزاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، کابل کې محتسبینو د کوډګرو هغه ډله نیولې چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې مېرمنې (بلکمېل) کولې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پياوړتیا او پراختیا، د پانګونې جذب او د ګډو پروژو پیلولو په موخه درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – جلالآباد لويه لار چې د «تنګي غارو» په سیمه کې د غرښویېدنې له امله تړل شوې وه، په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د قرهقل خولیو صنعت، د افغاني کلتور یوه ښکاره بېلګه ده خو اوس یې استفاده تر پخوا کمه شوې، ډېرو کسانو دغه کاروبار پرېیښی او هغوی چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، هیله لري چې ملاتړ یې وشي.
عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «ملا عزت ښارګوټي» ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي ده.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د بادام باغ څېړنیز فارم کې «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسو د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي چې د دغه هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی به په مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP