کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال وايي چې د دغه هېواد د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی به په مې میاشت کې کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په تاشکند کې د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې افغانستان او اوزبېکستان د ښه ګاونډیتوب ترڅنګ نږدې اقتصادي اړیکې لري.
هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه باید په ګډو ټاکل شوو اقتصادي موضوعاتو اغېزناک کار وکړي.
د سرچینې په حواله، زاهد د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په دغه هېواد کې د افغان مېشتو سوداګرو د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د لا پراختیا ژمنه وکړه او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د ګډ سوداګریز مرکز پر کار پیل وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د مې په میاشت کې به د اوزبېکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزیر او لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي څو د ګډو اقتصادي موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه ترسره شي.
د یادونې ده، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه د روانې غويي میاشتې په ۷مه اوزبېکستان ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP