د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ښکېل یوه کس په ډزو خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ په میاخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه دښمني چې په ترڅ کې یې دوه کسان هم وژل شوي وو، د دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان د مالي موضوع پر سر له خپل پلار سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.
د کاپیسا ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د صیاد سیند کې یو ماشوم او مور یې اوبو ډوب کړي او مړه شوي او د یوه بل کس جسد چې شپږ ورځې مخکې د سیند اوبو کې نادرک شوی و، هم موندل شوی دی.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګلخېل درهنامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینهوو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې یوه تن د خپلې مېرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي دي.
ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.
ستره محکمه وايي چې د کاپیسا په دویمه حصه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او درې کسان ټپيان شوي دي.
د کاپیسا سیمهییز مسوولین وایي، ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په حصهاول ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن سلمان په ډزو وژلی دی.
سیمهییز مسوولین وایي چې په کاپیسا کې له ۱۱۹۵ کورنیو سره د خوراکي توکو او بغلان کې له ۸۰ کارګرو ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.