Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، له تېرو څو اوونیو راهیسې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په سپټمبر میاشت کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له هغې د تېرې میاشتې په پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.
په افغانستان کې د کرونا پېښې ډېرې شوې او په تېرو شلو ورځو کې یې له امله ۲۶ کسان مړه شوي، خو په خلکو کې له دې ناروغۍ وېره کمه شوې او د مخنیوي لپاره یې اړینې لارښوونې په پام کې نه نیسي.
د فاریاب روغتیايي مسوولین په داسې حال کې چې د کرونا مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي، د دغه ولایت ځیني اوسېدونکي دا ناروغي جدي نه ګڼي او یو تبلیغ یې بولي.
د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل کابل کې د کرونا د بېلابېلو بڼو، جینیټکي پېښو او سرطاني ناروغیو د تشخیص ماشین ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د نیمروز ولایت روغتیايي مسوولین په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ښايي د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ روغتون فعالیت ودرېږي.
ډاکتران وايي، د شکرې ناروغان پر کرونا له اخته کېدو وروسته باید د څو اونیو لپاره د ډاکتر تر څارنې لاندې وي؛ ځکه چې کرونا د دوی د شکر اندازې له کنټروله د وتو لامل کېدای شي.
د کندوز ولایت روغتیايي مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې تر ۷۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ډېرې هغه کسان دي چې روغتیايي سپارښتنې یې رعایت کړې نه دي.
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): ځیني انټرنټي سایټونه په داسې حال کې «الرګارډ» شربت د کرونا په درملنه کې اغېزناک ګڼي چې د طب برخې
د طب برخې پوهان وايي، د موسم په بدلېدو سره موسمي حساسیتونه ډېرېږي چې په ډېرو مواردو کې یې نښې هم د کرونا په څېر وي، خو کرونا له موسمي حساسیتونو سره تړاو نه لري.
ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو نږدې ۵۰ ورځو کې تر ۶۸۶۰ کسانو ډېر پر کرونا اخته شوي، خو ډېر شمېر یې د وروستیو ۱۷ ورځو ناروغان دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن