په شل اوریز کرکټ کې نوي نړۍوال ریکارډونه جوړ شول
د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې ګڼ نوي ریکارډونه هغه مهال جوړ شول چې سوېلي افریقا په یوه لوبه کې د ویسټ انډیز له خوا ورکړل شوی د ۲۵۸ منډو ستر هدف ترلاسه کړ.…
د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې ګڼ نوي ریکارډونه هغه مهال جوړ شول چې سوېلي افریقا په یوه لوبه کې د ویسټ انډیز له خوا ورکړل شوی د ۲۵۸ منډو ستر هدف ترلاسه کړ.…
د پاکستان پر وړاندې په شل اوریز کرکټ کې د افغانستان له تاریخي بریا وروسته کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره انعامونه اعلان کړل. افغانستان د شل اوریز نړۍوال کرکټ دغو سیالیو د دویمې…
افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره له دغه هېواده د لوبو لړۍ وګټله. د افغانستان په کوربهتوب دا لوبې د متحده…
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د درېیو نړۍوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې پاکستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکولو سره، د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد پر وړاندې په نړۍواله لوبه کې بریا خپله کړه.…
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ شل اووریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن شپه ۸ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پیلېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ۱۹کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر نعمان شاه پچه وګټله…
د افغانستان د کرکټ له ۱۹کلنو کمعمره ملي لوبډلې د درېاړخيزې پنځوس اووریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان، بنګلهدېش او سریلانکا ترمنځ درېاړخیزه پنځوس…
بنګلهدېش د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره د دغو سیالیو لړۍ یو پر یو مساوي پای ته ورسېده.
د زابل د کرکټ امریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې شل اووریزې سیالۍ -چې پنځلس ورځې یې دوام وکړ- نن پای ته ورسېدې.
د افغانستان د کرکټ له ١٩ کلنو کمعمره ملي لوبډله د دوه یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه او وروستې لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درېيو شل اوریزو لوبو لپاره خپله ملي لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان د کرکټ له ١٩ کلنو کمعمره ملي لوبډله د دوه یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د کرکټ ملي لوبغاړي راشدخان او فضلالحق فاروقي د پاکستان سوپر لیګ شل اوریزو تجارتي سیالیو کې ښه وځلېدل.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی ملي لوبغاړی پیاوړی چټک توپاچوونکی حمید حسن د ملي لوبډلې د توپاچونې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کورني کرکټ اړوند د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ نن په خوست او ننګرهار ولایتونو کې پيل شوې. کرکټ بورډ د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي…
د زابل په مرکز کلات ښار کې د کرکټ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
افغان کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله وروستۍ او درېیمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.