ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پر وړاندې تاریخي بریا؛ کرکټ بورډ د لوبغاړو لپاره جایزې اعلان کړې

د پاکستان پر وړاندې تاریخي بریا؛ کرکټ بورډ د لوبغاړو لپاره جایزې اعلان کړې

author avatar
27 Mar 2023 - 01:34
د پاکستان پر وړاندې تاریخي بریا؛ کرکټ بورډ د لوبغاړو لپاره جایزې اعلان کړې
author avatar
27 Mar 2023 - 01:34

اټلانټا (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د پاکستان پر وړاندې په شل اوریز کرکټ کې د افغانستان له تاریخي بریا وروسته کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو لپاره انعامونه اعلان کړل.

افغانستان د شل اوریز نړۍوال کرکټ دغو سیالیو د دویمې لوبې په ګټلو سره سریز وګاټه.

د افغانستان په کوربه‌توب دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې روانې دي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستانه لوبلړۍ ګټي.

له یادې تاریخي بریا وروسته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په داسې حال کې چې اجرائیوي رییس نصیب‌خان هم ورسره ملتیا کوله، د شارجې کرکټ لوبغالي کې ملي لوبغاړو ته د دې سترې بریا مبارکي ورکړه.

دغه راز میرویس اشرف ملي لوبغاړو او د هغوی مدیره پلاوي ته انعامونه اعلان کړل.

هغه وویل چې هر ملي لوبغاړي ته چې په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شتون لري، یو ایفون موبایل او درې، درې زره امریکایي ډالر، ریزرف لوبغاړو ته دوه دوه زره امریکایي ډالر او د اداري پلاوي غړو ته چې له لوبډلې سره ملتیا کوي، زر زر امریکایي ډالر انعام ورکوي.

Visits: 5024

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.