ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

 د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

author avatar
22 Mar 2023 - 23:09
 د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه
author avatar
22 Mar 2023 - 23:09

اټلانټا (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د  ۱۹کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر نعمان شاه پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.  افغان لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۹ منډې هدف وټاکه.

د افغان ستورو له ډلې محمد هارون خان ۸۸، خالد تڼیوال ۴۵، کامران هوتک ۴۳ او سهیل خان ۳۴ منډې ترسره کړې.

د سریلانکا ۱۹کلنې ملي لوبډلې د افغان ستورو د توپ اچونې پر وړاندې یوازې ۲۳۶ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۶۲ منډو په توپیر سره یې ماتې ومنله.

د افغان ۱۹کلنې ملي لوبډلې په ګټه یما عرب ۴، خلیل احمد ۳، کامران هوتک ۲ او بشر احمد افغان یو لوبغاړی د لوبې له ډګر بهر کړل.

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ستوری لوبغاړی یما عرب د څلورو مهمو ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان تر دې مخکې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړې وه.

د یادوونې وړه ده چې د روانې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې به افغان ۱۹کلنه ملي لوبډله خپله دریمه سیالۍ راتلونکې جمعه د بنګله دېش ۱۹کلنې ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.